IQNA

ترهګرو ته اسلام سره نسبت ورکولو باندې د دالایی لاما نیوکه

22:38 - April 04, 2017
د خبر لمبر: 3480459
نړیواله ډله: د تبت د بودائیانو د معنویات لارښود دالایی لاما یو ځل بیا «ترهګره مسلمانان» غونډې عبارتونو نه استفاده کولو باندې خپله نیوکه څرګنده کړه.
ترهګرو ته اسلام سره نسبت ورکولو باندې د دالایی لاما نیوکه

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د aboutislam. Net خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هند آسام ولایت نه کتنه کې دارالیی لاما تاکید وکړو: د دا رنګه عبارتونو نه استفاده چې مسلمانان ترهګر دی غلط کار دی او د دارنګه عبارتونو نه ناوړه استفاده د خفګان خبره ده.

هغه دې ته اشارې سره چې د اسلام ځنې ريښتونې منوونکې لري چې خلوص سره د قرآن کریم له زدکړو اطاعت کوي هغه دارنګه عبارتونه محکوم کړل.

هغه همدارنګه د میانمار بودائیانو باندې چې مسلمانان ازار وې نیوکه وکړه او هغوي یی د خباثت عناصر وټاکل.

د دالایی لاما خبرې هغه وخت مطرح شوی چې په ټوله نړۍ کې له اسلام نه ویره له ۱۱ سپټمبر نه تراوسه پورې پرمختګ دي او ځې ډېر مسلمانان د دې د ودې وجه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اقدامات هم ګڼې.

تېره میاشته: د امریکې آریزونا ولایت کې په جومات باندې برید کې تقریباْ د قرآن کریم ۱۳۰ نسخې تخریب شوی.

که څه هم دا پېښه لومړي ځل په اسلامی مرکز کې ترسره شوې خو ولی د امریکا په شمال کې آباد جوماتونو کې دارنګه پېښې څه نوې خبره نه ده .

جنوري میاشته کې، د ټرامپ نه دفاع کوونکې د کاناډا کبک جومات باندې برید کړې وو او په ډزو کې یی ۶ لمونځ کوونکې مړه او ۱۹ کسان ژوبل کړي وو.

همدارنګه د جنوري میاشته کې د تګزاس جومات باندې برید کې جومات ته اور ورکړي شوي وو.

په کال ۲۰۱۵ په جوماتونو باندې د حملو کال ترټولو بد کال وو.

http://iqna.ir/fa/news/3586471


captcha