IQNA

هند کې د روهینګیا مسلمانانو تذکرو فسخ

19:32 - April 07, 2017
د خبر لمبر: 3480460
نړیواله ډله: د هند حکومت په یو توکم پېره اقدام کې د یو شمېر زیاتو د روهینګیا د مسلمانانو چې په جامو کې مېشت دی کارډونه باطل کړی دی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د thehindu خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هند په جامو ولایت کې د ډېرو روهینګیا مسلمانانو کارډونه باطل کولو سره د دغه ولایت د مسکن وزیر د هیواد د مرز امنیتي ځواکونو او د میانمار د ولسی جګري لوړو چارواکو سره یو غونډه د دې ستونزو حل کولو لپاره پیل کړي.

هغه په دې غونډه کې وویل: د هند حکومت د روهینګیا مسلمانان د کډوالو په توګه رسمیت سره نه قبله وې او د بهرنې کسانو د قانون په رڼا کې د هغې دلته اوسېدل غیر قانونی ګڼلې کېږي، نو ځکه مجبور شوی چې هغې دلته د بنګله دېش یا میانمار او یا د خلیح بنګال د سمندر له لارې د جامو ولایت ته را شي.

د جامو د مسکن وزیر زیاته کړه: د بهرنې چارو وزیر، دا ستونزه د میانمار حکومت ته وړاندې کړي خو ولی د هند حکومت دغه مسلمانان د هند د ښاریزو په توګه قبلولو ته تیار نه دي.

د جامو د مسلکن وزیر د راپور له مخې تقریباْ 40 زره روهینګیایی مسلمانان په هند کې شتون لري چې له هغې نه تقریباْ ۵۷۰۰ کسان د هند جامو ایالت کې مېشت دی.

د میانمار حکومت، د روهینګیا مسلمانان چې د دغه هیواد اصلی اوسېدونکې دی مجبور کوې چې د په بنګالی شونې اعتراف وکړې او یا په زندان کې او په کمپ کې سخت ژوندون ته غاړه کېدی او په دي کې یو انتخاب کړي.

د روهینګیا مسلمانانو په میانمار کې د نسل وژنې نه غاړه خلاصولو لپاره خپلو ګاونډیانو هیوادونو ته په تېښته مجبور دی خو ولی که هغه وخت چې له سمندر له څپو او له قاچاقبرو نه بچ شي، او په دغه هیوادونو کې هم ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

http://iqna.ir/fa/news/3586715


captcha