IQNA

هند کې د امام علی علیه السلام د زوکړې په مناسبت قرآنی محفلونه

14:55 - April 09, 2017
د خبر لمبر: 3480465
نړیواله ډله: د امام علی علیه السلام د زوکړې په ورځ ۱۳ رجب باندې د عراق سپېڅلې زیارتونه د نړیواله قاریانو شتون سره په هند کې د قرآن کریم محفلونه پیل کوې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Imamhussain.org ویبپاڼې نه په نقل، دا قرآنی محفلونه په هند کې د امیرالمومنین علیه السلام هر کلیزې کلتوري پنځمې جشنوزمه سره په څنګ کې پیل کېږي.

دا جشنوزمه هر کال د امام علی علیه السلام د زوکړې په مناسبت په ۱۳ رجب باندې هند کې پيل کېږي.

هند کې د امیر المومنین علیه السلام جشنوزمه د حضرت عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه پيل کېږي او د عراق نور سپېڅلې زیارتونه سره د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت په دغه جشنوزمه پيل کولو کې همکاري لري.

د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت استازي شیخ علی الفتلاوی د جشنوزمې په اړه وویل: د کتاب نندارتون، د قرآن محفل چې په کې د عراق سپېڅلې زیارتونو نړیواله قاریان به شتون لري، هند کې د یتیمانو د مرکزونو، د امام باړو، د جوماتونو نه کتنه او د دیني مقابلو پیل کول دا ټولې د دې جشنوزمې پروګرامونه دې چې د اهل بیت علیهم السلام د کلتور په خپرولو باندې اعتقاد لرلو په هدف سره به پیل کېږي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3587487


captcha