IQNA

د بنګلادېش اسلامی جهاد پاڅون لارښود پانسی شو

21:51 - April 16, 2017
د خبر لمبر: 3480473
نړیواله ډله: د بنګلادېش اسلامی جهاد پاڅون لارښود د برېتانیا په سفیر باندې د برید په جرم کې پانسی شو.
د بنګلادېش اسلامی جهاد پاڅون لارښود پانسی شو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو نه په نقل، د بنګلادېش هیواد وزیر اسد الزمان خان خبریالو ته وویل: د اسلامی جهاد پاڅون لارښود مفتی عبدالحنان او شریف شیدول داکا سره نږدې په کشیمبور جیل کې اعدام شو.

په دغه کیس کې دریم نوم د دلوار حسن ریبون وو چې د بنګلادېش په شرقي شمال سلهیت سیمه کې اعدام شو.

عبدالحنان او د هغه ملګرو، ۱۲ کاله وړاندې د انګلیس سفیر «انور چودری» باندې ډزی کړې وي چې په دغه ډزو کې ۳ پولیس مړه او ۷۹ کسان ټپیان شوې وو خو ولی انور جودری بچ شوی وو.

له دې نه وړاندې د بنګله دېش یو عدالت په کال ۲۰۱۴ کې، عبد الحنان او د هغه ۸ ملګرو ته د اعدام حکم اورولې وو او ۶ نورو ملګرو ته یی د ابدي بند حکم اورولې وو.

دې کسانو په کال ۲۰۰۱ کې، د بنګالی نوې کال په ورځ د بنګلادېش مرکزی ښار ډاکا کې د رامنا په پارک کې ډزی کړې وې او ۱۰ کسان یی مړه او ۵۰ کسان یی ژوبل کړې وو.

د بنګلادېش ستر عدالت د دیسمبر په میاشته کې د عبدالحنان او د ملګرو د اعدام کولو حکم یی صادر کړي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3589444


captcha