قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Intermetmedya.com نه په نقل، د ترکی اسلامی چارو بنسټ د دغه هیواد له اړخه د بالکان د ۸ هیوادونو د مسلمانانو ترمنځه د قرآن کریم ۵۰ زره نسخو وېشلو خبر ورکړي.
د دغه بنسټ مشر مصطفی توتکون خپلو خبرو کې د نړۍ تولو مسلمانانو ته د قرآن کریم رسولو اهمیت ته اشارې سره وویل: د «زما هدیه قرآن» پروګرام لاندې تراوسه ۷۰۰ زره او ۱۵۲ قرآن نسخې په ترکی او نورو هیوادونو کې وېش شوي.
اوس هم مونږ د قرآن نورو په زرګونو نسخو چاپ او خپرولو لپاره هڅې کوو او دې سره سره د قرآن کریم په مختلفو ژبو کې ژباړه هم زمونږ د کار یوه برخه ده.
هغه څرګنده کړه: د بالکان هیوادونو کې ډېر مسلمانان ژوند کوې او د دغه هیوادونو ژبه بوسنیایی ده. نو هم له دې سببه مونږ د ۵۰ زره قرآن کریم نسخو چاپ سره د ژباړې شورو کړې او ډېر زر به د چاپ کار پایی ته رسېدو سره مونږ دا قرآن کریم وېش کړو.
د ترکی دینی چارو بنسټ مشر، په خپلو خبرو کې دې ته اشارې سره چې د بالکان دغه ۸ هیوادونه قرآن د نسخو د دغې شمېرې لپاره خوښ شوي. هغه وویل: د قرآن دا نسخې به جوماتونو، دینی او عبادتی ځایونو، د قرآن کریم ښودنې مرکزونو او مدرسو کې وېش کېږي. هغه مسلمانان چې بوسنیایی ژبه لوستلې شي له دې آسانې ژباړې استفاده کولې شې.
http://iqna.ir/fa/news/3589635