IQNA

د نوح علیه السلام د بېړۍ پاتو ته د کارپوهانو رسېدنه

3:28 - May 29, 2017
د خبر لمبر: 3480523
نړیواله ډله: کارپوهان د لرګې لرغونې تختې ترلاسه کړې چې اعتقاد لرې دا د حضرت نوح علیه السلام د بېړۍ پاتې تختې وي.
د نوح علیه السلام د بېړۍ پاتو ته د کارپوهانو رسېدنه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المنار خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ترکی او چینی کارپوهانو اعلان کړې چې ځنې د لرګې تختۍ یی ترلاسه کړې چې ښکارې داسې له دې تختو نه د نوح علیه السلام بېړۍ جوړولو کې استفاده شوي.

دې کارپوهو دې بیان سره چې دا لرګې یی د آرارات په غر له سمندر نه ۴۵۰۰ مېټر لوړه باندې ترلاسه کړې.

هغې څرګنده کړې: دا لرګې د زیاتو واورو او د اور د رسوبونو پوښښ لاندې پټه ده او تقریباْ ۴۸۰۰کاله لرغونتوب لري.

د دې ډلې په بیانیه کې راغلې: مونږ په حتمی توګه نه خو ولی ۹۹.۹٪ دا احتمال ورکوو چې دا لرګې د حضرت نوح علیه السلام بېړۍ سره تړون لري.

په قرآن کریم کې په ډېرو آیتونو کې الله تعالی د حضرت نوح علیه السلام کیسې ته اشاره کړې چې په هغې کې د سوره مبارکه مومنون ۲۷ آیت کې الله تعالی نېغ په نېغه د حضرت نوح علیه السلام کیسه بیان کړې: «فَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ أَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ فَاسْلُكْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ «مونږ هغه ته وحى وكړه چې زمونږ ترڅارنې لاندې او زمونږ له وحى سره سم بېړۍ جوړه كړه ، بيا كله چې زمونږ امر وشي او تنور وخوټېږي نوله هرډول ځناورونه يوه يوه جوړه دوه دوه يو نر يوه ښځه درسره واخله په هغې كښې سپورشه ، او خپل اهل او كورنۍ هم درسره واخله له هغو كسانو څخه پرته چې دهغو پرخلاف مخكښې فيصله شوېده، او د ظالمانو په باب ماته څه مه وايه ، دوى اوس غرقېدونكي دي»

http://iqna.ir/fa/news/3603360


captcha