قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د allhyatalmasrya خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، رمضان د قرآن میاشته ده او مېندې دې ته پام سره چې د قرآن کریم تلاوت په دې میاشته کې زیات ثواب لرې کوښښ کوې چې د الله کلام سره د خپلو ماشومانو مینه زیاته کړې.
د مصر ارواپوه منی پسری، په رمضان میاشته کې د ماشومانو قرآن کریم سره مینه پیدا کولو لپاره یو څو لارې وړاندې کړي چې د هغې په مرسته اسانۍ سره د قرآن کریم حفظ او قرائت کولی شي.
هغه لاری چې منی د مېندېو لپاره وړاندې کړي دارنګه دی:
۱. هغه تلاوت خوښ کړي کوم سره چې ماشوم په اسانۍ جذب شی، او د حرفونو مخارج یی کاملا واضح وې او ماشوم یی ټیک حفظ کړي.
۲. کله چې ماشوم تا د قرآن د تلاوت په وخت کې د آیتونو نه تاثیر اخیستونکې او ژړوونکې وینې د آیتونو معنا هغه ته بیان کړه او ورته ووایه چې ژړا انسان ته ارام ورکوي ځکه چې دا خیال ؤ نکړې چې څه بده پېښه رامنځته شوي.
۳. سیسټم د لوبو په بڼه یا په یو موبایل کې د تلاوت په وخت د ماشوم اواز ضبط کړي او اجازت ورکړي چې هغه خپل اواز واورې ځکه چې ماشوم خپل اواز ډېر خوښه وې، او هم دا څیز د قرآن حفظ کولو کې د هغه مرسته کوې.