قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د قاف خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نجف اشرف کې د امام علی علیه السلام د زیارت د ښځو قرآن کریم برخې مشر انوار الحسناوی، په دې اړه وویل: د قرآن کریم کلتور خپرولو او نشر کولو په لار کې د قرآن کریم او د نهج البلاغه کتبي مقابلو یوه مجموعه د ښځو لپاره پیل کېږي.
هغه زیاته کړه: دا مقابلې د رمضان المبارک میاشته کې ښځې د قرآن کریم او نهج البلاغه یادولو ته تشویق کولو هدف سره شورو شوې او په دې کې ګډون کوونکو ته به ارزښت لرونکې جایزې ډالي کېږي.
د امام علی علیه السلام د زیارت د ښځو قرآن کریم برخې د رمضان المبارک میاشتې مناسبت سره مختلف پروګرامونه پيل کړې چې ستر استقبال ترې شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3606409/