IQNA

د رمضان المبارک میاشته کې مړه خېټه خوړلو نه پرهېز لپاره ۵ سفارشونه

15:03 - June 14, 2017
د خبر لمبر: 3480544
نړیواله ډله: د رمضان په دې ښکلې میاشته کې چې زمونږ په عزیز پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و آله باندې پرې قرآن کریم نازل شوی، مونږ نه یواځې دا چې له خوړلو او څښلو نه بلکې د غیر دینی کارونو، د خوړه ضایعه کولو او په مړه خېټه خوړلو نه او نراوه وینا نه هم باید روژه کړو.
د رمضان المبارک میاشته کې مړه خېټه خوړلو نه پرهېز لپاره ۵ سفارشونه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د My Salaam خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې میاشته کې مونږ خپل ښه کارو ته وده ورکوو، بښنه، محبت او نور عبادتونه هم زیات کړو، د رمضان میاشته هغه میاشته ده چې مونږ هڅې کوو چې ښکلې عبادتونه وکړو چې زمونږ شخصیت ورسره جوړ شي.

د رمضان میاشته د معنوي پاکتیا میاشت ده او همدارنګه د بدن د پاکتیا میاشت هم کېدلی شی ځکه چې روژه زمونږ وجود له ښه وې، دې سره سره، ممکنه ده چې دې میاشته کې زمونږ بې خیالۍ له کبله زمونږ کې غلط عادتونه پریوزي لکه مړه خېټه خوړل، بد شيان خوړل او همدارنګه خوړه ضایعه کولو عادت هم پیدا کوو.

د رمضان المبارک میاشته کې او په عمومي ډول په ژوند کې په مړه خېټه خوړل او بد شيان خوړل ته د روغتیا لپاره زیانمن دی او د خېټې درد، بې خوبې، د معده سوځول، د معده زخم او د معده د نور بیماري سبب ګرځې.

په دې ښکلې میاشته کې له مړه خېټې نه د پرهیز کولو سفارشونه وړاندې کوو:

۱. پېشنمې هېر نکړي

پېشنمې د روژه دارو لپاره ډېر مهم وې، ښي خوړې کول ستاسو انرژۍ د روژه په ټول وخت کې حفظ کوې او له دې مخنیوې کوې چې د افطار(روژه ماتې) په وخت کې سړې هر څه ته لاس نه اوږده وې.

۲. مړۍ په اندازه اوچتول

د افطار(روژه ماتې) وخت رسې او معده خالی وې تاسو غواړي چې زر یی ډکه کړي. خو ولی ستاسو معده له دغه نه په کمه هم راضي کېږي، ځان مجبور نکړي چې د مړښته ورستو بیا هم خوړه ته ادامه ورکړي او نه دومره ځان ته په لوښې کې دومره نه اچوو چې بیا یی وغورځه وو، لږ وخوري خو روغه خواړه خوري.

۳. روژه په سپکو شیانو افطار کړي

د روژه افطار کول په کجوره یو ښه انتخاب دی او زیاتې فایدې لرې، بیا اوبه وڅښي چې بدن ته اوبه پوره کول ډېر ضروري دې، لږ سوپ یا لږ هغه څه چې ماښامي لپاره مو تیار کړې وې ترې په اندازې سره وخورئ.

۴. خبر اوسئ:

د خپل بدن پیغامونو ته توجه وکړي د افطار په وخت کې ممکنه ده چې وږی یۍ، خو ولی دې سره چې روژه ماتي کوي نو پوهه شه چې کوم شیان ستا سترګې وینې د هغه هر څه طاقت ستا معده نه لري، نو کوښښ کوي چې له حد نه زیاته وونخورئ.

۵. په کور کې افطار وکړي:

هڅې کوي چې په سپکه خوړه او په کور کې افطار وکړي ځکه چې معمولا په روژه ماتې کې درانده خوړه خوړلې کېږي او هر شپه درانده خوړه د ټوله ورځ روژې نه ورستو ښه نه ګڼلې کېږي. نو هڅه وکړي چې یوه ساده او سپکه خوړه وخورئ او په کور کې افطار وکړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3608929


captcha