IQNA

د دبی قرآن نړیواله مقابلو ګټونکي معرفي شول / بنګلادېش؛ لومړۍ مقام ترلاسه کړو

15:06 - June 17, 2017
د خبر لمبر: 3480548
نړیواله ډله: د دبی قرآن کریم نړیواله مقابلو ۲۱ دورې د پایی مراسم په ۲۵ خرداد باندې پيل شو چې په کې د ایران استازی هیڅ یوه رتبه ترلاسه نکړي شوه.
د دبی قرآن نړیواله مقابلو ګټونکي معرفي شول / بنګلادېش؛ لومړۍ مقام ترلاسه کړو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اماراتی ورځپاڼې البیان نه په نقل، د دبی جایزه قرآن کریم نړیواله مقابلو ۲۱ دوره چې د ټول قرآن کریم حفظ برخه کې پیل شوه تېره شپه د ۱۰ ګټونکو نومونو اعلان سره خپل کار تر پایی ورسولو.

د دې مقابلو د پایی مراسم د دبی علمونو او کلتور کلپ کې پيل شو او د دې مقابلو ګټونکې د اماراتو د محمد بن راش آل مکتوم موسسې مشر «شیخ احمد بن محمد بن راشد آل مکتوم» له اړخه ولمانځلې شو.

د مقابلو پيل کوونکې کمېټه د اعلان پر اساس محمد طریق الاسلام له بنګلادېش نه او حذیفه صدیقی له امریکې نه په ترتیب سره لومړۍ او دویم مقام ترلاسه کړو او «مود جوب» له گامبیا، «احمد بن عبدالعزیز العبیدان» له عربستان و «رشید بن عبدالرحمن العلانی» له تونس نه سره یوځای دریم مقام ترلاسه کړو.

همدارنګه «مهنا احمد مهنا السیسی البوعینین» له بحرین نه شپږمه او«محمد الهادی بشیر نجی» له لیبی، «عمر محمود سید علی سید احمد الرفاعی» له کویت سره اوومه او «محمدو آبکه» له موریتانی نه نهمه رتبه ترلاسه کړه.

«هابیمانا مکین» له رواندا او «محمد محمد نجیب جادو اسماعیل طه» له مصر نه هم سره د دې مقابلو لسمه رتبه ترلاسه کړه.

همدارنګه د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو پيل کوونکې کمېټه د دې مقابلو د کال اسلامی شخصیت جایزه د سعودی عربستان باچا «ملک سلمان بن عبدالعزیز» ته ډالی کړو چې سوچه یو سیاسي اقدام وو دا جایزه هغه ته یی په داسې حال کې ډالی کړه چې د هغه لاسونه د یمنی، عراقی، سوری او بحرینی ... بې ګناه مسلمانانو په وینو کې لړلې دی او دا اقدام یی دې خبرې ته اشاره کوې چې دا مقابلې سوچه په یو سیاسي او د قرآنی معنویاتو نه لري ماحول کې پيل شوې.

همدارنګه د ښکلې اواز مقابلې هم د نورو کلونو غوندې په سنتي توګه د سه شنبې په ورځ د دبی جایزه قرآن کریم نړیواله مقابلو ۲۱ دورې پایی مراسمو سره پیل شو چې حذیفه صدیقی له امریکا نه په دې مقابلو کې لومړي مقام ترلاسه کړو.

د ښکلې اواز ګټونکو نه لمانځلو مراسم، د دې مقابلو د داورانو کمېټه، هغه رسنۍ چې د دې مقابلو خپرولو کې لاس لرلو که ورځپاڼې وې او که چینلی وې او د مقابلو د دې دورې نه حمایت کوونکو موسسې نه لمانځلو مراسم هم د چهارشنبه ۲۴ خرداد باندې پیل شو،

د دبی جایزه قرآن کریم نړیواله مقابلو ۲۱ دوره د علی فیضی د ټول قرآن حافظ د ایران استازی وو او تقریباْ د نړۍ ۱۰۰ هیوادونو استازو په شتون سره دا مقابلې په ۱۱ خرداد (۶ رمضان) باندې د دبی تجارتی او صنعت ځای کې شورو شوې وو او د پیر په شپه یی خپل کار تر پایی ورسولو.

http://iqna.ir/fa/news/3610114


captcha