IQNA

د «بولتون» انګلیس اړتیا لرونکې ماشومان سره د مسلمانانو خواخوږۍ

11:22 - June 25, 2017
د خبر لمبر: 3480561
نړیواله دله: انګلیس کې د بولتون په ښار کې د مسلمانانو خیریه موسسې غړو د رمضان المبارک میاشتې اخیرنۍ اونۍ کې د فطر ورځ لمانځلو لپاره د دغه ښار په درملتون کې بسترې شوې ماشومانو ته سره د سوغاتو ورغلل.
د «بولتون» انګلیس اړتیا لرونکې ماشومان سره د مسلمانانو خواخوږۍ

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د thisislancashire خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الخیر خیریه موسسې غړې دغه سوغات اخیستلو کې له مسلمانانو مرسته واخیستله.

د دې موسسې غړې «اسلام اتچا» وویل: غواړو د مسلمانانو په تاریخ کې دا مهمه لحظه ثبت کړو او خلکو ته د فطر د اختر اصلی مفهوم چې اړتیا لرونکو سره مرسته ده وړاندې کړو.

هغه زیاته کړه: غواړو د نیکمرغه فطر اختر ولمانځو، خو ولی په درملتون کې بسترې شوې ماشومان مونږ ته اړتیا لري.

اتچا څرګنده کړه: هیله لرو چې دا سوغات به د دغه ماشومانو په ژوند کې یوه وړه غوندې خوشحالې راولي.

http://iqna.ir/fa/news/3612357


captcha