قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Astro Awani خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، هغه کسان چې د اورېدو ستونزو سره مخامخ دی له دې نه ورستو د قرآن کریم او عبادي مطالب ډېر په اسانۍ سره ترلاسه کولې شي.
د مالیزیا د اسلامی علمونو پوهنتون د قرآن او سنت مطالعاتو برخې استاد محمد رائوس وویل: د دې سافټ ویر جوړولو چې تقریباْ ۷۸۰۰ رینګیت(تقریباْ ۵۹۰ ملیون ایرانی ریال) لګښت باندې جوړ شوي لومړۍ هدف د نه اورېدونکو سره معنوي مرسته، د هغې اړتیاوې پوره کول او د هغې یادونې مهارتونو ته وده ورکول دی.
هغه زیاته کړه: زمونږ وظیفه د قرآن کریم لوستلو مقدماتي پوهنې وړاندې کول او د نه اورېدونکو لپاره د قرآن کریم درک کولو کې اسانتیا ده.
هغه وویل: دا سافټ ویر، یو تعلیمي پروګرام دی چې کڼو ماشومانو سره مرسته کوې چې د قرآن کریم زدکړې او دینی مدرسو کې تعلیم ترلاسه کړي.
د مالیزیا اسلامی علمونو پوهنتون د څېړنو ډلې هغه کسانو سره د مرستې لپاره چې د اورېدو ستونزې سره مخامخ دی د اشارو په ژبه کې یو قرآنی سافټ ویر جوړولو اقدام کړي چې د قرآن کریم مقدماتي او عبادي محتوا ته شامل دی.
په دې سافټ ویر کې د کڼو لپاره د غږ، لید او ژبه اشارو نه د قرآن کریم زدکړو لپاره استفاده شوي.
محمد رائوس وویل: مونږ دا سافټ ویر د «جوهور بهرو» ښار یو خاص دینی مدرسې لپاره جوړولو، چې ماشومان په کې د قرآن کریم قرائت سره مینه لرې او غواړې چې د قرآن کریم لوستل زدکړې.
دې سافټ ویر د نوښت او ټکنالوژۍ نندارتون په کوالالمپور کې د کال ۲۰۱۷ د نړیوال نوښت سرو زرو مډال ترلاسه کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3616700