IQNA

برونئی کې د ۱۹۸ کسانو اسلام قبلول

21:01 - July 10, 2017
د خبر لمبر: 3480580
نړیواله ډله: د برونئی هیواد اسلامی مرکز له اړخه د وروستيو خپور شوې شمېرو له مخې په دغه هیواد کې تقریباْ ۱۹۸ کسانو اسلام قبول کړی.
برونئی کې د ۱۹۸ کسانو اسلام قبلول

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د borneobullentin خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې شمېر له مخې د جنوري نه تر می میاشتې پورې په توتنګ سیمه کې ۶۳ کسان، بلائیت سیمه کې ۳۶ کسان او تمبورونګ سیمه کې ۸ کسان مسلمانان شوی.

تېر کال تقریباْ ۲۳۱ کسان د برونئی دغه څلور سیمو کې مسلمانان شوي.

د برونئی اسلامی مرکز د نوې مسلمان شوې کسانو له اسلام او د اسلامی ژوند سره پوهنې لپاره او صراط مستقیم ته هدایت کولو لپاره دورې او پروګرامونه پیل کوي.

تازه مسلمان شوې باید ۱۰ ورځنې یوه دوره د لمونځ یادولو، د قرآن کریم قرائت، د حلال او حرام پيژندني او دینی پوهنې ترلاسه کولو لپاره په دغه مرکز کې تیر کړي.

د آسیا شرقی جنوب په بورنئو چزیره کې برونئی د مسلمانانو د اکثریت هیواد دې چې د باچا په نوم او د هغه افسانوي مال له وجهې پېژندلې کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3616762


captcha