IQNA

د اوماها ښار په جومات کې له مختلفو دینونو نه د زرګونو کسانو شتون

10:38 - July 12, 2017
د خبر لمبر: 3480583
نړیواله ډله: د امریکا په اوماها ښار کې د نوې جومات خلاصې دروازې په مراسمو کې د مختلفو دینونو تقریباْ درې زره کسانو له دې جومات او د کلتوری مرکز ننداره وکړه.
د اوماها ښار په جومات کې له مختلفو دینونو نه د زرګونو کسانو شتون

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د KETV خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امریکا په اوماها ښار کې پرون نوې جومات له زړه پورې غږونو نه ډک و، دې جومات او د اوماها نوې کلتوری مرکز نه تقریباْ ۳ زره کسانو کتنه وکړه او د جومات خلاصې دروازې مراسمو کې یی ګډون وکړو.

مراسم پيل کوونکو په دې پروګرام کې د ۸۰۰ کسانو د ګډون تمه لرله خو ولی د هغې سوچ په درې برابر کسان له مختلفو دینونو نه راغلې وو.

د جومات امام سره مسیحیانو او یهودو خبرې اترې وکړې.

دا جومات او د اسلامی کلتور مرکز «درې دینونه» پروګرام له برخه په عنوان اوماها کې جوړ شوي.

یو کلیسا د دې پروګرام لاندې جوړېدو کې ده او یوه بله کلیسا په راروان کال کې به د دې پروګرام لاندې جوړېږي. یو پارک او یو محلي ټولنې مرکز به هم جوړېږي.

د دینونو مشران هیله لرې چې د امریکا نورې ښارونه به هم له اوماها ښار پیروي وکړې او د درې واړو دینونو مرکزونه به خپلو ښاریزو لپاره جوړ کړې.

د دې جومات پرانیستا چې د جوړولو یی یوه میاشته هم نه کېږي د دا خبره په ګوته کوې چې په دغه ښار کې د مسلمانانو شمېر پرمختګ دې.

اوماها ښار کې د مسلمانانو شتون دویم نړیوال جنګ ته ګرځې، د اوماها لومړي مسلمانان تورپوستانو وو چې په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ کې له شیکاګو نه کار لپاره دې سیمې ته راغلې وو.

له ۱۹۷۰ لسیزې نه د افغانستان او د اوماها د ګاونډ نور هیوادونو نه هم مسلمانان دلته مېشت شو، او نن یو زیات شمېر مسلمانان دلته د محصلو په توګه دې سیمه کې مېشت دی.

captcha