قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Newtimes خبرونو نه په نقل، په دې کمپ کې چې د غیر انتفاعي سازمان «آسماني کلتور، نړیواله سوله او نوې رڼا(HWPL)» د همغږۍ سره پيل کېږي، دینی لارښودو د سولې په اړه تقریرونه او د کمپ اوسېدونکو له زاګاین ښار جومات نه کتنه وکړه چې خپل عقیدې او نظرونه د سولې اړتیا په اړه څرګنده کړي.
ګډون کوونکو جومات ته ننوتلو نه مخکې وضو وکړو چې له اسلامی کلتور سره اشنا شی.
د جومات امام (U Soe Nay Oo)یو سو نای او د جومات د ځانګړتیاوې، د مسلمانانو آداب او رسم په اړه لنډیز وړاندې کړو.
دا کمپ د کامبوج هیواد کې د ځوانانو سولې کمپ نه ورستو د غیر انتفاعي سازمان «آسماني کلتور، نړیواله سوله او نوې رڼا(HWPL)» دویم پروګرام وو.
دا سازمان په کال ۲۰۱۲ کې د نړیواله سولې او نړۍ کې د جنګ ودرولو لپاره په جنوبی کره هیواد کې جوړ شوې وو او دا سازمان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې له ۱۰۰ نه زیات ادارې او له ۷۰ نه زیات څانګې لري.
http://iqna.ir/fa/news/3617637