قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، یو فلم کې چې له دغه پېښي په ټولنیزه ویبپاڼو باندې خپور شوې د هندوانو یوه ډله لرګو او سیخانو سره په یوې مسلمانه کورنۍ برید کوې او تر مرګه یی وهي.
د رسنۍ د راپور له مخې له دغه کورنۍ څلور کسانو هډوکې مات دی او نور کسان هم ژوبل دي. پنځو کلن محمد شکیر د دغه کورنۍ یو مشر ټایمز آف انډیا خبرونو سازمان سره مرکه کې وویل: دې ډلې زمونږ سره یوه حجاب لرونکې ښځه لیدلو نه ورستو مونږ باندې برید وکړو.
شکیر دې بیا سره چې د هغه ۱۷ کلن زوې باندې هم رحم نه دی کړي زیاته کړه: هندو حمله کوونکو زمونږ سپکاوې کولو سره غږونه کول دا مسلمانان دې مړه یی کړي. او مونږ یی تر بې خودي ووهلو.
د اوتارپرادش ولایت پولیس مشر هم آناتولی خبرې سازمان سره مرکه کې وویل: برید کوونکو نه درې کسانو مو نیولې او یوه ټیم مو جوړ کړي چې د دې پېښي او د دې پېښي خپور شوې فلم په اړه څېړنه وکړي او دغه برید کوونکې ونیسي.
د هند په اوتارپردیش ولایت کې د غونډې په انتخاباتو کې د حاکم ګوند «بی جی پی» له کامیابي نه وستو افراطی هندوانو په مسلمانانو باندې بریدونو کې زیاتوالي راغلې.
په تېر دوه کالو کې تقریباْ ۱۲ مسلمانان د هند په مختلفو سیمو کې د غوا غوښه خوړې باندې له خپل ژونده لاسونه وینځلې.