قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د عراق هیواد وزارت سره تړلې د اطلاعاتو ادارې اعلان کړي چې د دغه هیواد په تاریخ کې یی د ترهګري ترټولو نه خطرناکه طرحه شنډه کړي ده.
دې ادارې زیاته کړې: د ترهګرې دا پروګرام په نجف، کربلا او سامرا کې موجود د ائمه اطهار علیهم السلام په مرقدو باندې او د شیعه مذهب عالي قدر مرجع حضرت آیت الله سیستانی کور باندې برید وو چې هدف یی د داعش ډلې ماتی باندې پرده اچول وو.
د عراق الصباح رسمي ورځپاڼې نه په نقل، د عراق هیواد وزارت د ترهګرو سره مقابلې او اطلاعاتو ادارې مشر ابوعلی البصري لیکلې: د داعش ترهګرې ډلې ۳ مختلف او بېل بېل د ترهګرې عملیات چې په کې بهرنې خلک یی په نجف، کربلا معلی، او سامرا کې د ائمه اطهار علیهم السلام په زیارتونو او د حضرت آیت الله سیستانی کور، کوفې جومات او بصرې باندې برید کولو لپاره تیار کړي وو.
هغه زیاته کړه: ټاکلې شوې وه چې دغه ترهګره ډله دا ترهګرې بریدونه په موټرو کې بم چاودنې او د مختلفو هیوادونو نه په لسګونو ترهګرو وسله والو او ځانمرګې کسانو سره دغه ځایونو ته داخل کېدو سره خپل کار ترسره کړي.
البصری تاکید وکړو: د صحیح اطلاعاتو ترلاسه کولو او د اطمینان نه ورستو ځواک ستر مشر حیدر العبادی او د هیواد وزیر قاسم الاعرجی له دغه جریان نه را خبر شول او توافق ته ورسېدل چې د ځواک ټولې برخې سره مشترکه عملیاتو او د اف ۱۶ الوتکو نه استفاده سره د هغه ترهګرو په مرکزونو باندې بریدونه ترسره شي چې د مقدس او سپېڅلې مقاماتو باندې یی د برید پروګرام جوړ کړي وو.
هغه څرګنده کړه: د مستند اطلاعاتو پر اساس دا خبر ترلاسه شوې چې د ترهګرو مرکزونو ۷ ستر هدفونه او د هغې بم نه ډکې موټري د شام په المپادین سیمه او د القائم ښار اطرافو کې د کربلا، نجف اشرف، سامرا، کوفه او بصرې په لور حرکت نه لږ ساعت مخکې وویشتلې شو او په لسګونو ترهګر وژلې شوي دي.