IQNA

د الاقصی جومات باندې برید لپاره د افراطي یهودیانو غږ

19:46 - August 06, 2017
د خبر لمبر: 3480618
نړیواله ډله: د یهودیانو افراطي ډلې او سازمانونو چې د الاقصی جومات تخریب کولو نه حمایت کوې، په دغه جومات باندې د ټولیزو بریدونو لپاره یی د صهیونیستو پراخ ګډون غوښتا کړي.
د الاقصی جومات باندې برید لپاره د افراطي یهودیانو غږ

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فلسطین اطلاع خپروونکې مرکز نه په نقل، د جومات الاقصی جومات ویجاړولو نه حمایت کوونکې د یهودیانو افراطي ډلې او سازمانونه، د یهودو تش به نامه معبد تخریب کولو اصلاح کلیزه کې د دغه جومات ویجاړو لپاره ټولنیزه برید لپاره د صهیونیستو پراخ ګډون غوښتا کړي ده.

په همدې حال د فلسطین یو ځوان هم د دغه ښار فلسطینیان د مقابلې لپاره را غوښتی دي.

د صهیونیست مېشته همدارنګه پرون ماښام، د براق دېوال سره په پراخه توګه لمسوونکې لاریون پیل کړو او د مسلمانانو خلاف یی نژاد پرستي شعارونه وکړل.

د صهیونیست مېشتو همدارنګه، د باب المجلس سیمه کې مېشت فلطسینیانو باندې بریدونه او وهل وکړل او د رژیم صهیونیستو امنیتي ځواکونو هم د هغې ملتیا وکړه.

په تېرو دوه ورځو کې د صهیونیستو ۵۳۳ ښاریزه د الاقصی جومات د سپکاوې اقدام کړي، نن هم تر دې وخت له ۳۵۰ نه زیات یهودیان دغې سپېڅلې جومات ته ننوتلې او وخت په وخت دغه شمېره کې زیاتوالی راځې.

http://www.iqna.ir/fa/news/3625556


captcha