قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The Malay Mail خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، عبدالعزیز عبدالرحیم وویل: د خپلو اختیاراتو نه استفاده سره دغه ځمکه به د قرآن کریم حفظ مدرسو ملي انجمن ته د قرآن کریم پوهنتون جوړولو لپاره ورکړې کېږي.
عبدالرحیم وویل: د بایلنګ په ښار کې به یوه وقفي ځمکه پیدا کوم او د دغه پوهنتون جوړولو لپاره به د قرآن کریم حفظ مدرسې ملي انجمن په اختیار کې ورکوم، خو ولی د پوهنتون اجازه لپاره باید لومړي وزیر نجیب رزاق سره خبره وکړم.
په تېرو ۵ میاشتو کې تقریباْ ۵۱۹ د قرآن کریم حفظ مدرسې په سراسر مالیزیا کې ثبت شوې او یو شمېر اوس هم ثبت کېدو ته انتظار کوې.
د مالیزیا حکومت اوس له قرآن حفظ مرکزونو نه غوښتنه کړې چې په رسمي توګه خپل نوم ثبت کړې او اعلان کړې چې تر راروان ۳۰ کالو پورې به ۱۲۵ زره قرآن حفظ نوې مرکزونه جوړه وې.
http://iqna.ir/fa/news/3632683