IQNA

په کلو کې محصور کول، د روهینګیا مسلمانانو اقلیت باندې د ظلم نوې اسباب

12:21 - August 26, 2017
د خبر لمبر: 3480653
نړیواله ډله: د میانمار بودائیانو د مسلمانانو مېشته ولایت په راخین کې په سلګونو د روهینګیا مسلمانان چې دغه سیمه کې وژلې او دغه سیمه یی محصور کړي چې د ژوند لومړۍ اړتیاوو نه او د کار کولو نه محروم دي.
په کلو کې محصور کول، د روهینګیا مسلمانانو اقلیت باندې د ظلم نوې اسباب

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د press Tv نه په نقل، بودایی همدارنګه د روهینګیا مسلمانانو د څښلو ابو ته د لاسرسي امکان هم ډېر محدود کړي.

نړیواله څارونکې او مرستیال د دې مسئله تایید سره چې ابو ته او نور د ضرورت څيزونو ته لاسرسي نه لري خبر ورکړي.

دا محاصره په میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو باندې ظلم کولو لپاره یو نوې اقدام دي چې تقریباْ یو ملیون کسان په دغه سیمه کې شتون لري او زیات د راخین ولایت په شمال کې ژوند کوي.

د نوې ظلمونو دور کې په د دینی اقلیتونو په سیمه کې د بودایی ۷ مړی پیدا شوې، بودایی د روهینګیا مسلمانانو ته د تهمت ګوته نیولو سره په هغوي باندې ظلم کوي.

د دې نوې ظلمونو په نتیجه کې په زرګونو خلک چې کورونو ته اورونه اچولې شوې، قتل شوې او زیاتې ورسره کېږي نورو هیوادونو ته لکه بنګلادېش او هندوستان ته تښتېدلې خو ولی دغه هیوادونو د دغه کډوالو اخیستلو نه انکار کړي.

ملګری ملتونو سازمان خبرداره کړي چې د راخین ولایت کې ظلم څه دارنګه ترسره کېږي چې په دې سیمه کې په سیستماتیک توګه د توکمیزو پاکوالی ستونزه روانه ده.

د روهینګیا مسلمانان سره د دې چې له پېړو نه په میانمار کې اباد دې خو ولی بیا هم دوې په دغه هیواد کې د بنګلادېش غیر قانونی کډوال ګڼلې کېږي او د ښاریزو حق نه محروم دي او اوس د ظلم او زور زیاتي هدف ګرځېدلې دی.

http://iqna.ir/fa/news/3633630


captcha