قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا نه په نقل، د برما په راخین ولایت کې په نوې کړکېچو کې د روهینګیا مسلمانانو کډوالو یو نوې موج چې یو ځلې بیا د افراطی بودائیانو او د میانمار د پوځ ظلم او زیاتي نه مجبور شوې د بنګلادېش پولې ته کډوال شوې وو نو دغه هیواد ۷۰ مسلمانانو ته د داخلي اجازت ور نکړو او هغوي یی بېرته د میانمار پولي ته ولېږل.
د میانمار په پولیسو او امنیتي ۳۰ مرکزونو باندې د ډلو برید کې، د میانمار ۸۰ پوځان او ۱۲ پولیس مړه شوې دي. د میانمار پوځ په راخین ولایت کې د سختو حالاتو اعلان کړې او د مسلمانانو کلې یی خالی کړی، د بشري حقوقو ډلې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د دې نوې ظلمونو په اړه غبرګون ښودلي.
رویترز هم په خبرونو کې اعلان کړي چې د بنګلادېش او میانمار له پولې په ستره توګه د وسلې اوازونه په میانمار کې اورېدلې کېږي چې دا کار د روهنیګیا ماشومانو او ښځو لپاره زر تر زره د دې دواړو هیوادو پولو نه تېرېدلو او د میانمار تښتېدلو باندې هغوي مجبوره وي.