IQNA

د دې کال په حج کې تر ټولو نه زړه مسلمانه ښځه + انځور

15:01 - August 29, 2017
د خبر لمبر: 3480662
نړیواله ډله: د دې کال په حج کې تر ټولو نه زړه مسلمانه ښځه «مریم مرجانی» د دغه فریضې ادا کولو لپاره تېره ورځ جده ته راغلله.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا نه په نقل، مریم مرجانی چې د اندونیزیا هیواد ده او ۱۰۴ کلنه ده، لومړي ځل یی د حج فریضه ادا کولو ارمان یی دې کال پوره شوه.

هغې تېره ورځ د اندونیزیا د کونسل جنرال او یو شمېر د عربستان چارواکو استقبال سره د جده په هوایي ډګر مخامخ شوه.

مرجانی جده ته را تللو سره رسنۍ ته وویل: نن زما ارمان پوره شو.

هغې همدارنګه زیاته کړه: د ستړی والي احساس می د خانه کعبه لیدلو سره له منځه لاړ.


http://iqna.ir/fa/news/3634782


captcha