قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز خبرونو نه په نقل، د روهینګیا وسله وال چې د «د اراکان روهینګیا ته ازادی ورکوونکې ځواک» عنوان لاندې د میانمار حکومت سره جنګ کوې، د اتبار په ورځ دې هدف سره چې د انسان ملګرتیا مرستې دغه جنګ ځپلې سیمو ته ورسېږي یو اړخیزه د اور بند اعلان کړي وو.
د میانمار حکومت دې اعلان سره چې ترهګرو سره مذاکرات نه کوې، دا اوربند رد کړو، د میانمار حکومت په وسله والې ډلې باندې د برید په بهانه د روهینګیا مسلمانانو اقلیت باندې ستر برید کړې او په ستره توګه یی د هغوي قتل شورو کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د اعلان په رڼا کې تقریباْ ۳۰۰ زره د روهینګیا مسلمانان په تېرو ۱۵ ورځو کې له دغه تاوتریخوالی او قتل نه بنګلادېش ته کډوال شوی، چې په دغه کسانو کې اکثریت رنځوره او ناروغه دي چې د بنګلادېش په کاکس بازار سیمه کې مېشت شوي او مرستې ته اړتیا لري.
د میانمار په غربی شمال راخین ولایت کې پاتې په زرګونو روهینګیا مسلمانان هم بې له خوراک او سر پټولو ځای نه هلته مېشت دي او ځنې ترې هڅه کوې چې د غرونو، ځنګلونو او ځمکې له لارې بنګلادېش ته وتښتېږي.
د میانمار حکومت همدارنګه له دې حقایقو نه سترګې پټه وې او منکر دی او د دې په اړخه خپور شوې خبرونو ته د ترهګرو دروغ وایئ.
http://iqna.ir/fa/news/3640415