IQNA

سید مصطفی، هغه چې په درې میاشتو کې د قرآن کریم حافظ شو

16:04 - October 24, 2017
د خبر لمبر: 3480752
نړیواله ډله: د الازهر د دارو جوړولو برخه کې ۱۸ کلن محصل شریف سید مصطفی په درې میاشتو کې د ټول قرآن کریم حافظ شو.
سید مصطفی، هغه چې په درې میاشتو کې د قرآن کریم حافظ شو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الوطن خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر ۱۸ کلن ځوان چې د قرآن کریم تجوید علم سره سره ټول قرآن کریم په لسو قرائتو سره حافظ کړو، او په درې میاشته کې یی د ټول قرآن کریم حفظ پایی ته ورسولو.

هغه همدارنګه دوه کتابونه صحیح مسلم او صحیح بخاری(د اهل سنتو د حدیثونو معتبر کتابونه) هم په ۴۰ ورځو کې حفظ کړي.

شریف سید مصطفی د تجوید د قوانین په لار کې د مصر مشهور قرائت کوونکې شیخ حصری، نه ګټه اخیستلې او د قرائت او اواز په لار کې د شیخ مصطفی د تلاوت عاشق دي.

دا مصری ځوان همدارنګه د نړیواله کتاب لوست مقابلو کې دویمه رتبه ترلاسه کړي چې په اماراتو کې د ۱۶ نجلۍ او هلکانو محصلانو ترمنځه پيل شوي وه.

هغه قادر دې چې په ۶ منټو کې د کتاب ۱۰۰ پاڼې ولولي.

د امارات د ۲۰۱۷ ستره عربی کتاب لوست مقابلې دویمه دوره په دوه ډول یوازې او ټیم په شکل کې مقابله پيل شو چې د یواځې ځان کتاب لوست په مقابلو کې د فلسطین محصل لومړۍ رتبه ترلاسه کړه او شریف مصطفی له مصر نه دویمه رتبه ترلاسه کړي وه.

د دې مقابلو پیل کولو هدف په عربی هیوادونو کې د محصلانو ترمنځه د مطالعې شوق زیاتول او د معلوماتو او پوهنې سطح زیاتول دي.

http://iqna.ir/fa/news/3655826


captcha