قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د thestar خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې دوه ورځنې کانفرانس چې د پیر نه په سلطان ازلان شاه اسلامی پوهنتون (Universiti Sultan Azlan Shah) کې پيل کېږي له مختلفو هیوادونو نه تقریر کوونکې به د نړۍ ورځنې حالاتو په اړه بحث کوي او حل لاره به یی وړاندې کوي.
ټولنیزه شخړې او دینی افراط، بشري حقوق او نړیواله سوله، قدرت، سیاست، رسنۍ، د جفرافیائی او نړیواله سولې ستراتیژی او تعلیم او ځوانان هغه موضوعات دي چې په دې کانفرانس کې به ترې بحث کېږي.
د پراک ولایت سر وزیر زمری عبدالقادر په دې اړه وویل: اسلام په نړۍ کې د تاوتریخوالی سبب په عنوان غلطۍ سره پېژندلي شوي دا موضوع باید د مختلفو ډلو له اړخه د بحث وړ وګرځي.
http://iqna.ir/fa/news/3662102