IQNA

18:48 - November 19, 2017
د خبر لمبر: 3480795
نړیواله ډله: د اندونیزیا ولسمشر مرستیال په دغه هیواد کې تر ۲۰۲۰ پورې د چاپیریال دوستانه جوماتونو جوړولو لپاره د پروګرام خبر ورکړي.
د چاپیریال دوستانه جوماتونو جوړولو لپاره د اندونیزیا پروګرام

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز خبرونو نه په نقل، د اندونیزیا ولسمشر مرستیال یوسف کالا اعلان کړي چې د ۲۰۲۰ کال پورې په دغه هیواد کې تقریباْ ۱۰۰۰ چاپیریال دوستانه جوماتونه جوړېږي.

هغه په دې اړه وویل: دا طرحه به مونږ سره مرسته کوي چې د جومات نه استفاده سره به مونږ د خوراکونو او اوبو اړتیا کنټرول کولي شو او همدارنګه اړتیاوې کم کولو سره د چاپیریال په اړه پوهنې هم وړاندې کولي شو.

دا پروژه به د اندونیزیا عالمانو سازمانو له اړخه او د ځانګړې برخې همکارۍ، د روغتیا او ښار جوړوونکې وزارت، پوهنتون او نور اسلامی ډلو له اړخه د چاپیریال په اړه پوهنې کې ودې موخې سره د اندونیزیا په مختلفو ښارونو کې پيل کېږي.

اندونیزیا کې له ۸۰۰ زره نه زیات جوماتونه شتون لري او د دغه هیواد دینی مشران هیله لري چې د چاپیریال دوستانه جوماتونه جوړولو نه پس د دې پروژې سره نور عبادي ځایونه هم جوړ کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3664174


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: