IQNA

23:33 - November 25, 2017
د خبر لمبر: 3480817
سیاسي ډله: د یمن د الحدیده والي وویل چې د دې ولایت خلک د سعودي رژيم لخوا د یمن د کلابندۍ په وجه د ډیرې بدې اقتصادي او روغتیايي وضعې له امله د مرګ په حالت کښې دي.
د عربستان محاصرې د الحدیده ولایت یمنیان مرګي حاله کړي دي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، العالم ټي وي چینل خبر ورکړی چې د یمن د الحدیده ولایت والي حسن احمد الهیج دې چینل ته په مرکه کښې وویل: د عربستان او د هغه د انډیوالانو لخوا د الحدیده بندر بند ساتل به د نه اټکلیدونکو پایلو سبب شي.
په عین حال کښې د ملګرو ملتو د خوراکي پروګرام مدیر ډیویډ بیسلې هم نن د امریکې سي، بي، ایس چینل ته په مرکه کښې وویل چې د عربستان په مشرۍ د عربو هیوادونو تیري ګر ائتلاف په یمن کښې د خپلو مخالفانو د مقابلې لپاره د خوړو له اوزاره کار اخلي چې دا کار ډیر د شرم وړ او د انسان په تاریخ کښې ترټولو زیاته غیرانساني وسله ګڼله کیږي.
سعودي عربستان د امریکې، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په یمن حملې پیل کړي او ورسره په یو وخت یې دغه هیواد د ځمکې، هوا او سمندر له لارې سخت محاصره کړی دی.
parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: