نړیواله ډله: د هند حکومت ژمنه ورکړي چې د مسلمانانو خلاف برید کوونکې چې په ورستو تیرو میاشتو کې یو شمېر مسلمانان په مختلفو ولایتونو کې وژلې دي، په خلاف پرېکړې عمل ترسره کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Zee News خبرونو نه په نقل، د هند اقلیتونو چارو وزیر مختار عباس نقوي په خپلو خبرو کې ادعا کړي چې مرکزی حکومت به د بهاراتیا جاناتا ګوند په لارښودنه کې د اقلیتونو حقوقو ته اهمیت ورکړي او د هغوي پرمختګ لپاره به لاره هواره کړي.
په داسې وخت کې چې د بهاراتیا جاناتا ګوند انتخابات ګټلو سره په کال ۹۳ کې د ناراندار مودی لومړي وزیر جوړو سره د دغه هیواد د مسلمانانو چې تقریباْ ۱۸۰ ملیون ټولنه لري حالات نور هم خراب شوي.
د افراطی هندوانو له اړخه د مسلمانانو وژنه له هغو ستونزو نه ده چې په دې وخت کې ډېر شدت لري.
د مودي را تللو نه مخکې هم د دغه هیواد د مسلمانانو حالت د منلو وړ نه لرلو او د هغوي خلاف بې شمېره تبعیض په تعلیمي، سیاسي او د کار په ډګر کې لرو، خو ولی اوس دا حالات له څرنګه چې معلومه وه چې خرابتیا به د بهاراتیا جاناتا ګوند را تللو سره به پرمختګ کوي نور هم خراب شوي.
په تیرو اخیرنۍ میاشتو کې د افراطی هندوانو په برید کې د غوا سپکاوې کولو چې د هندوانو په دین کې مقدس ګڼلې کېږي یو شمېر مسلمانان وژلی دي.
نقوي دې ادعا سره چې د د بهاراتیا جاناتا را تللو سره د اقلیتونو حالات ښه شوي او نور هم ښه کېږي له مخالفو ډلو غوښتنه کړي چې د اقلیتونو خلاف جنایت پیل کېدو سره هغې ته قومي او دیني رنګ نه ورکوي ځکه چې دا کار یو ډول د جنایت کوونکو سره مرسته ده.