IQNA

اشرف غنی

افغان حکومت او ملت به د فلسطین له مظلوم ملت او قدس شریفه ملاتړ ته دوام ورکړی

22:50 - December 10, 2017
د خبر لمبر: 3480863
نړیواله دله: اسلامی نړۍ هڅه کوی ، خپله اجماع له فلسطین اوقدس شریفه په ملاتړ کې پیاوړی کړی ، او داموضوع به یوازې په اعلامیې بسّنه ونه کړی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د IUVMP ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د ولسمشر   مطبوعاتی دفتر  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی، اشرف غنی  نن  په کابل کې د افغانستان د عالمانو د شورا  له غړو سره په کتنې کې  د نړۍ د مسلمانانو او په تیره بیا د افغانستان ولس لپاره د بیت المقدس او فلسطین  پر ا همیّت ټینګار وکړ.
 هغه د دې خبرې په کولو سره چې  فلسطین  او بیت المقدس  د مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیّت لری، ووئیل ،  اسلامی نړۍ هڅه کوی،  خپله اجماع  له فلسطین او قدس شریفه  په  ملاتړ کې پیاوړی کړی،   او داموضوع به یوازې په   اعلامیې  بسّنه ونه کړی .
 د افغانستان د عالمانو دشورا  غړو هم  په دغې کتنې کې وئیلی دی ،  د افغانستان حکومت او ولس  د  بیت المقدس او فلسطین څخه  په ملاتړ کې  یو واحد دریځ او یو شان لیدتوګه لری .
 همداراز د القدس  خبری چینل  له قوله هم راپور راکړ   په لبنان کې د فلسطین  دعالمانو داتحادئې  مشر  شیخ بسام کاید  هم  نن  په بیروت کې د  امریکا دسفارت په وړاندې د لبنانیانو اوفلسطنیانو مظاهره چیانو په ټول کې  ټینګار کړی ،  دفلسطین ملاتړی   به  دقدس په باب دامریکا دولسمشر  ډونالډ ټرمپ  دفیصلې  دعملی کیدا اجازت ورنکړی  او  دغه ښار به په خپل  حقیقی  ځای کې  وساتی .
  هغه زیاته کړې ،  دعربانو ځینی مشرانو او شهزادګانو  په داسې حال کې  دامریکا ولسمشر ته دوکه ورکړې  او ادعائې کړې ده چې   دسیمې خاوندان دی  چې  حتی  پر  خپلو هیوادونو  هم دحاکمیّت   وړتیا نه لری .
 شیخ  بسام کاید  روښانه کړې  مسلمانان او عربان  به  د قدس ساتونکی یوازې پرې نه ږدی  او  په مناسب وخت کې  به دغه ځای  له صهونیسټانو پاک کړی  او  پخپلې وینې سره به  له الاقصی  جوماته  دفاع وکړی .

captcha