IQNA

10:47 - December 14, 2017
د خبر لمبر: 3480869
نړیواله ډله: په پایزې اعلامیې کې همداراز راغلی دی،که دملګروملتو امنیت شوراد قدس په باب د ډونالډ ټرمپ دفیصلې په باب کون اقدام ونکړی ،نو دغه دوسیه به د دغې موسسې عمومی اسمبلۍ ته ولیږی

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، دترکیې  د اناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکړ  دترکیې په استانبول کې د قدس  په دفاع کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د بیړنۍ  غونډې  ګډون کونکو۴۶ غړو هیوادونو مشرانو دپایزې اعلامیې په  خپرولو سره  وئیلی دی ،  نړیواله ټولنه باید  ختیځی قدس  د  فلسطین دحکومت دنیواکی پلازمینې په توګه  په رسمیّت وپیژنی .
په دغې  پایزې اعلامیې کې  همداراز راغلی دی،که دملګروملتو امنیت شوراد قدس په باب  د ډونالډ ټرمپ  دفیصلې په باب  کون اقدام ونکړی ،نو دغه دوسیه به  د دغې موسسې  عمومی اسمبلۍ  ته ولیږی . 
دغې اعلامیې  همداراز  دفلسطین د ولس له آئیډیال څخه پر ملاتړ  یو ځل بیا په ټینګار سره  وئیلی  دی  دامریکا حکومت ، د دغې غیر قانونی فیصلې د ټولو نتیجوپه دلیل مسئول ګڼی .
د اسلامی ملګرتیاموسسې په بیړنۍ سرمشریزې کې  ګډون کونکو  همداراز  دقدس په باب  دامریکا  دولسمشر  د اقدام په ردولو سره   له تل ابیبه  دغه ښار ته دامریکا دسفارت منتقلول  په سخته محکوم کړل .
parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: