IQNA

اسراییلو نیواکی فلسطین ته د سفر لپاره د عربستان ولیعهد ته بلنه ورکړه

10:55 - December 14, 2017
د خبر لمبر: 3480870
نړیواله ډله: د اسرایلو د اطلاعاتو وزیر یسراییل کاتز د سعودی له ایلاف ورځپاڼۍ سره په مرکه کی چی پرون خپره شوی ده ، په رسمی توګه تل ابیب ته د رسمی سفر لپاره د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته بلنه ورکړه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د قدس په اړه د امریکا د وروستۍ فیصلې پرضد د سیمه ایزو او نړیوالو اعتراضونو له دوام سره په یو وخت د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان نیواکی فلسطین ته د سفر لپاره وبلل شو .
د اسرایلو د اطلاعاتو وزیر یسراییل کاتز د ایلاف له سعودی ورځپاڼۍ سره په مرکه کی چی پرون خپره شوی ده ، په رسمی توګه تل ابیب ته د رسمی سفر لپاره د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته بلنه ورکړه .
د صیهونیسټ رژیم اطلاعاتو وزیر وړاندیز وکړ چی د عربستان رژیم د صیهونیسټانو او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو ترمینځ د ساز باز د بهیر د ملاتړی په توګه ډګر ته ورداخل شی .
له دې مخکې ویل شوی وو چی د سعودی عربستان ولیعهد بن سلمان د ټرمپ د اصلی ملاتړی په توګه د قدس په اړه د هغه د فیصلې د منلو لپاره د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو په مشر محمود عباس دباو اچولی وو .
د یادولو ده چی د عربستان باچا سلمان بن عبد العزیز د ټرمپ له فلسطینی ضد فیصلې سره د مقابلې د لارو چارو د جاج لپاره د اسلامی ملګرتیا موسسې په بیړنۍ سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ترکیې استنبول ته له سفره ډډه وکړه .
له دي مخکي  العربی الجدید خبری سایټ هم په  یوه مقاله کی د اسرایلی مسولانو له قوله تل ابیب ته د عربستان د ولیعهد د سفر خبره کړی وه او لیکلی یې وو چی دغه سفر سیاسی څارونکی او تاریخی څیړونکی دومره حیران نکړل ځکه چی  د قدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د ریاض او ابوظهبی هڅې ته په پام سره داسی ښکاری د بن سلمان سفر یوازې د ریاض او تل ابیب ترمینځ د ملګرتیا لپاره نه وو .
parstoday.com

 

captcha