IQNA

16:05 - December 15, 2017
د خبر لمبر: 3480878
نړیواله ډله: سید علیشاه ګیلانی همداراز زیاته کړه د ال سعودو کورنۍ په سیمه کی د امریکا لاس پوڅی ده او له ځانه هیڅ اختیار او واک نلری .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کشمیر د حریت کانفرنس یوه لوړ رتبه مشر سید علیشاه ګیلانی د عربستان د ال سعودو واکوالان د اسلام او مسلمانانو دښمنان وبلل .
ګیلانی وویل د فلسطین په وړاندې د عربستان سیاست دوه ګوڼې دې او د ال سعودو واکوالان په ښکاره د فلسطینی مسلمانانو په وژله کی د صیهونیسټ رژیم له پراختیا غواړی او تیری ګر سیاست ملاتړ کوی .
سید علیشاه ګیلانی همداراز زیاته کړه د ال سعودو کورنۍ په سیمه کی د امریکا لاس پوڅی ده او له ځانه هیڅ اختیار او واک نلری .
هغه همداراز د قدس په اړه د ټرمپ په وروستۍ فیصلې نیوکه وکړه او هغه یې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پر خلاف وبلله .

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: