IQNA

23:27 - December 25, 2017
د خبر لمبر: 3480906
نړیواله ډله: داسرائیلو پولیسو تیره اونۍ د اووم(۷) ځل لپاره له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه پلټنې وکړې .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د parstoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نیواکی فلسطین په زرګونو وسیدونکو بیګا په تل ابیت کښې دپرله پسې څلورمې (۴)اونۍ لپاره دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او دهغه دکابینې په مالی فساد اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
اعتراض کونکو په دغو مظاهرو کښې چې د لومړی ځل لپاره دکابینې ملاتړی ښی پالو صهیونیسټانو پکښې ګډون وکړ د اسرائیلو رژیم له چارواکو د حساب کتاب داخیستلو او د ډیر شفافیت غوښتنه وکړه .
داسرائیلو مظاهره چیانو په لاسونو کښې دپلې کارډونو(Placards) په لیږدولو سره د لومړی وزیر نتانیاهو او د هغه د کابینې د ټولو فاسدو غړیو د استعفا غوښتنه وکړه .
داسرائیلو پولیسو تیره اونۍ د اووم(۷) ځل لپاره له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو څخه پلټنې وکړې .
هغه دمالی فساد په دوو (۲)دوسیو کښې په ګډون شکمن دی .

http://parstoday.com/ps/news/world-i61841

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: