قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، د دغې قدرمنې بی بی پاک حرم د ایران په قم مقدس ښار کښې دے. دغه سپېڅلے ښار د حضرت معصومه بی بی (سلام الله علیها) د وفات د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کښې ډوب دے.
د دغه ښار خلق د تورو بېرغونو او بېنرونو په لګولو او د ویر او ماتم د مختلفو مراسمو په جوړولو سره د اسلام له دغې قدرمنې مېرمن سره دخپل عقیدت او خداے د ګران رسول (صلی الله علیه و آله) له پاکو اهلبېتو (علیهم السلام) سره د خپلې مینې او ارادت څرګندونه کوی.
بېګا هم د حضرت معصومه بی بی (سلام الله علیها) په پاک حرم کښې د دغې قدرمنې مېرمن د حرم زائرینو او منجورانو د ویر او ماتم او مداحۍ یو لړ پروګرامونه ترسره کړل.
د ایران د اسلامی جمهوریت د رېډیو او ټیلی ویژن اداره د حضرت فاطمه معصومه بی بی (سلام الله علیها) د وفات د کلیزې په رارسېدو د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا د پاک اهلبېتو (علیهم السلام) مینه والو او تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومی تسلیت او تعذیت وړاندې کوی.