IQNA

22:06 - December 30, 2017
د خبر لمبر: 3480921
نړیواله ډله: د ترکیې ولسمشر د امریکې په شېکاګو ښار کښې د مسلمانانو یوې سترې کنګرې ته په یو پیغام کښې د قدس په خلاف د تدابیرو د غوره کولو په اړه صهیونېسټ رژیم او امریکې ته خبردارے ورکړ.
د قدس په باره کښې امریکې او اسرائیلو ته د اردوغان خبردارےقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د اېسنا خبری اژانس د رپوټ له مخې رجب طیب اردوغان نن د امریکې د مسلمانانو د جمعیت شپاړسمې کلنۍ کنګرې ته چې پرون د امریکې په شېکاګو ښار کښې جوړه شوه د یو پېغام په لېږلو سره د قدس په موضوع کښې د اسلامی نړۍ د هېوادونو د پېوستون ستائېنه وکړه.
هغه په دغه پېغام کښې همدارنګ زیاته کړه، د ملګرو ملتو په  عمومی اسمبلۍ کښې یو سل اتویشتو هېوادونو د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه  د قدس په رسمیت پېژندلو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اقدام سره مخالفت وکړ چې دا موضوع پکار دی د امریکائی چارواکو لپاره د پوښتنې ځاے وی او هغوی پکار دی د قدس د موضوع په اړه په خپل چلند کښې بیا  کتنه وکړی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i62309
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: