نړیواله ډله: د ترکیې ولسمشر د امریکې په شېکاګو ښار کښې د مسلمانانو یوې سترې کنګرې ته په یو پیغام کښې د قدس په خلاف د تدابیرو د غوره کولو په اړه صهیونېسټ رژیم او امریکې ته خبردارے ورکړ.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د اېسنا خبری اژانس د رپوټ له مخې رجب طیب اردوغان نن د امریکې د مسلمانانو د جمعیت شپاړسمې کلنۍ کنګرې ته چې پرون د امریکې په شېکاګو ښار کښې جوړه شوه د یو پېغام په لېږلو سره د قدس په موضوع کښې د اسلامی نړۍ د هېوادونو د پېوستون ستائېنه وکړه.