نړیواله ډله:په فلسطینی نیواکی زمکو کښې د ملګرو ملتود انسانی چارو د غږملتیا دفتر OCHA په فلسطینیانو باندې د صهیونېسټ رژیم د حملو او د هغوی د شهیدولو له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پارس ټو ډی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز په نقل سره د مهر خبری اژانس د رپوټ له مخې په فلسطینی نیواکی زمکو کښې د ملګرو ملتود انسانی چارو د غږملتیا دفتر په خپل یو رپوټ کښې وویل، د صهیونېسټ رژیم فوځیانو د ۲۰۱۷ کال د دسمبر له نولسمې نه د روان کال د جنورۍ تر وړومبۍ نېټې پورې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کښې څوارلس فلسطینیان په شهادت رسولی دی.