IQNA

په ښار اوسېدونکې خلکو کښې وحشت اچولو موخې سره ترسره شو؛
23:28 - January 07, 2018
د خبر لمبر: 3480943
نړیواله ډله: د مصر شمالی سینا په مرکزی ولایت کښې د عریش ښار په میدان کښې د ترهګرو له اړخه د یو ځوان نه سر پرې کولو سره په دغه ښار مېشته خلکو کښې وحشت واچولې دي.
د مصر په شمالی سینا کښې د ترهګري ډاروونکې جنایتقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسکای نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو د مصر شمالی سینا په مرکزی ولایت کښې د عریش ښار په میدان کښې د ترهګرو له اړخه د یو ځوان نه سر پرې کولو خبر ورکړي.
دا مصری ځوان څو ورځې مخکښې د ترهګرو وسله والې ډلې له اړخه تښتولې شوې وو.
د مصر شمالی سینا په مرکزی ولایت کښې د ترهګرو یو شمېر وسله واله ډلې فعال دی چې له ټولو خطرناک «انصار بیت المقدس» د داعش سره تړلې تکفیری ډله ده.
دا وسله والې ترهګرې ډله که څه هم ځینې وختونه د سینا په جزیره کښې امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي او غیر انساني جنایتونه د مصر په مختلفو سیمو کښې ترسره کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3679320
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: