IQNA

امریکا، انګلستان او فرانسه دې نور په عربستان وسلې نه خرڅوي

10:24 - January 08, 2018
د خبر لمبر: 3480946
نړیواله ډله: د بشري حقوقو د څار اجرایی مدیر پرون له امریکا او برتانیې او فرانسې وغوښتل سعودیانو ته د وسلو خرڅول بند کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مهر خبري اژانس د راپور له مخې کنت راث په خپله ټوییټ کې ولیکل: اوس وخت رسیدلی چې امریکا برتانیه او فرانسه په سعودیانو د وسلو خرڅول بند کړي ځکه چې له دغو وسلو د یمن په خلکو د بمبارس او د دغه هیواد د ملکي کسانو د وږې ساتلو لپاره استفاده کیږي. دنړۍ د فرهنګي سیاسي او پوهنتوني ټولنو د یو انجمن ۲۵۰ غړیو هم په دا وروستیو کې د امریکا ولسمشر، د فرانسې ولسشمر او د برتانیې لومړۍ وزیرې ته په جلا جلا لیکونو کې ټینګار کړی و چې دا زر ورځې کیږي چې یمن د داسې جنګ قرباني شوی چې دغه هیواد یې دم ګړۍ د نړۍ تر ټولو بدې انساني غمیزې ته نزدې کړی دی. برتانیه امریکا او فرانسه ، عربستان ته د وسلو ورکولو درې اصلي هیوادونه دي.
په دغه لیک کې چې عنوان یې و، زر ورځې جنګ ، یمن نور منتظر نه شي پاتې کیدی د یمن صبر تمام شوی، او دا لیک د فرانسې په لومونډ ورځپاڼې کې هم چاپ شوی د دغه دریو هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د عربستان وسله وال ملاتړ پای ته ورسوي.
عربستان د امریکا فرانسې او برتانیې په مرسته د ۲۰۱۵ کال له مارچه په یمن پوځي یرغل او د دغه هیواد ځمکنۍ هوایی او سمندري محاصره پیل کړه . په یمن د عربستان دجنګ تپلو تر اوسه په دغه هیواد کې په لسګونو زره کسان مړه او ژوبل کړې، په لیکونو کډوال او له سختو خوراکي او درملیزو کمښتونو سره مخامخ دي.

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i62919

captcha