IQNA

د صهیونیست رژیم د قهر جمعې سره د مقابلې لپاره امنیتي اقدامات

7:24 - January 15, 2018
د خبر لمبر: 3480968
نړیواله ډله: په کرانه باختری کښې د رژیم صهیونیست چارواکو ستر امنیتي اقدامات د غصه فلسطینانو مظاهرو سره مقابلې لپاره د قدس او غزه پولي باندې ترسره کړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فلسطین صفا مطبوعاتو خبرونو نه په نقل، د ټرامپ د فیصلې نه ورستو چې هغه د دې کال په ۱۵ آذر باندې د اسرائیلو مرکز قدس معرفي کړی وو، د فلسطین په سیمو کښې د هر جمعه ورځ باندې د فلسطینیانو د غصه نه ډکې مظاهرې دی.
د صهیونیست رژیم ځواکونو د دې مظاهرو سره مقابلې لپاره په تېره جمعه ستر امنیتي اقدامات د قدس شریف، د کرانه باختری او غزه پولی باندې ترسره کړي وو.
د تېرې جمعه مظاهرې په داسې وخت کښې پیل شوې چې د زیارت په ورځ دوه ځوانان د غزه په البریج کمپ کښې او د کرانا باختری په شمال کښې واقع د نابلس په جنوب کښې د عراق بورین ښار سره د صهیونیستو په ډزو کښې شهید شوي وو.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویناوال شرف قدرت اعلان کړې: یو فلسطینی ښاریز د البریج کمپ په شرق کښې د ډزو له کبله په شهادت رسېدلې او درې تنه نور ټپیان دي.
هغه د دې شهید نوم امیر عبدالحمید ابو مساعد ۱۶ کلن ښودلې چې د البریج کمپ اوسېدونکې وو چې د صهیونیستو په ډزو کښې د شرق په پولی شهید شوي.
یو بل ۱۷ کلن فلسطینی ځوان چې علی عنر نمر قینو نوم لري چې د عراق بورین ښار د جنوب اوسېدونکې وو د کراناباختری په شمال کښې شهید شوی.
دا فلسطینی ځوان د عراق بورین ښار سره په سختو شخړو کښې سر ته ژوبل شوي وو چې له ژوبلېدو نه ورستو یی روغتون ته بوتلو او هلته شهید شو.
http://iqna.ir/fa/news/3681236
captcha