نړیواله ډله: د قرآن کریم بهترین غږ مقابله، دینی نوښت او شعر لوستلو مقابلې د مصر اوقاف وزارت په همت سره پیل کېږي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع نه په نقل، د مصر اوقاف وزیر محمد مختار جمعه په دې اړه وویل: د قرآن کریم په قرائت او د ملي او دینی ترانو کښې د ښکلې غږ اهمیت ته توجه سره او د اوقاف وزارت یوه ستره مقابله اېښودلې چې د ښکلې اواز انتخاب لپاره دغه مقابلې په کاروانونو، انجمنونو او ستر جوماتونو، د اهل بیت علیهم السلام جوماتونو او عمومي مناسبتونو کښې پیل کړي.