قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د scmp خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا سیسټم د مسلمانانو پېژندلو لپاره د چین سین کیانګ ولایت په مختلفو سیمو چې د اویغور مسلمانانو د مېشتې سیمې دی کښې لږولې دی چې له کلونو رسې د چین کمونیستو چارواکو له اړخه سختي تېره وې.
په دې حال کښې د چین په غرب کښې سین کیانګ ولایت په سړکونه د جاسوسي له دوربینونو نه ډک کړي دي او د دغه ښارونو په برخو کښې پولیس په هر ۵۰۰ مېټره کښې شتون لري. عمومي عمارتونه د امنیتي ځواکونو له اړخه لکه د پولیسو څوکۍ له اړخه ساتلې کېږي، پولیس د مخ پېژندلو او د بدن اسکین کولو سره تالاشي کوي.
د چین چارواکو دې بهانې سره چې له ترهګرو سره مقابله کوې د سین کیانګ مسلمانانو سره سخت چلند کوي او د هغوی د ژوند په ټولو چارو کې مداخله کوي.
د اویغور مسلمانانو له اړخه د چین کمونیست حکومت په دې اقداماتو باندې هر قسمه نیوکه سخته سزا لري.
ګېره ساتلو باندې بندیز، حجاب، روزه لرل، دینی محفل، اسلامی نومونه اېښودل، د قرآن کریم ښودنې، د چین تلویزون پروګرامونه کتلو باندې مجبورول او د اویغور مسلمانانو لپاره د ویزې نه صادرول د چین د حکومت اقدامات دی چې د دغه هیواد مسلمانانو په خلاف یی ترسره کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3683226