IQNA

امام خمینۍ د نړۍ ډیر لوی انقلاب خلکو ته ډالۍ کړ

20:44 - February 05, 2018
د خبر لمبر: 3481024
نړیواله ډله: د پاکستان یو دپلمات وویل: امام خمیني په نړۍ کې تر ټولو لوی انقلاب راوسته او دا انقلاب د سیمې او نړۍ په برخلیک کې موثر و.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په تهران کې د پاکستان پخواني سفیر جاوید حسین زیاته کړه: د ایران اسلامي انقلاب سبب شو چې ایران په سیمه کې په یو توانمن هیواد بدل شي.
هغه وویل: د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې د لویدیځو هیوادونو له سیاسته پیروي ونه کړه بلکې یوه خپلواکه لاره یې پره مخ بوتلله چې هره ورځ ددغه هیواد طاقت زیاتوي.
جاوید حسین زیاته کړه : د ایران اسلامی انقلاب په ۱۹۷۹ کال کې د ظالم رژیم په وړاندې دخلکو غبرګون و او د دغه انقلاب د دوام سبب دا دی چې د خلکو ارمانونه په انقلاب کې ځلیدلې دي. هغه د نننۍ او اسلامي نړۍ په بدلونونو کې دایران مهم رول ته په اشارې سره وویل : له انقلابه مخکې د ایران په ټولنه کې طبقاتي تضاد او نابرابری موجوده وه او په ایران کې د انقلاب یو سبب هم پریمانه طبقاتي تضاد و.
د ایران اسلامي انقلاب د نولس سوه نه اویایم کال د فرورۍ په یوولسمه د امام خمیني په مشرۍ د شاه د ظالم رژيم په خلاف کامیابۍ ته ورسیده .
سږ کال د دغه انقلاب نه دیرشمه کلیزه ده. د ایران ټولو خلکو د دغه کلیزې په درشل کې د اسلامي انقلاب له ستر لارښود ایت الله خامنه ای سره تړون نوی کړ.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i64965

captcha