IQNA

د یو مسیحی راهب په لاس د داعش له چنګه خطي نسخې ته نجات

0:10 - February 28, 2018
د خبر لمبر: 3481077
نړیواله ډله: یو مسیحی راهب، د عراق په نینوا ولایت کښې یوې لرغونې خطي نسخې ته چې لرغونتوب یی په زرګونو کلونو دې د داعش له چنګه نجات ورکړو.
د یو مسیحی راهب په لاس د داعش له چنګه خطي نسخې ته نجاتد ایکنا راپور له مخې، د السومریه نیوز ویبپاڼې نه په نقل، نجیب میخائیل یو عراقی مسیحي راهب دی چې د لرغونې خطي نسخو باندې مشتمل یو کتابتون چې د ځنې نسخو لرغونتوب تر نهمې پېړۍ رسې په اختیار کښې لري.
ځې کتابونه چې د چاپ تاریخ یی ۱۵۱۵ دې او مسیحي کتابونه او د جغرافیا، تاریخ، ریاضیات، ادبیات اسلامی، ایزدی او یهودی کتابونه او همدارنګه ۱۰۰۰کاله لرغونې خطي نسخې چې د حیواناتو به څرمن لیکلې شوې دې په دغه ارزښت لرونکې کتابتون کښې شتون لري.
دا کتابتون له کال ۲۰۱۳ نه څو ځل د موصل افراطی او تکفیری ډلو له اړخه په ګولو باندې ګواښ شوي ده تر دې چې میخائیل مجبور شو چې دغه د عراق په کردستان ولایت کښې نا معلوم ځای ته بدل کړي.
هغه دې ته اشارې سره چې د دې کتابتون کتابونه وړلو کار د داعش موصل ته را تللو نه او دا ښار ویجاړولو نه او کتابونو ته اور اچولو نه دوه ساعته مخکې یی ترسره کړو، وویل: د دې کتابتون کتابونو وړلو کار په څلورو مرحلو کښې ترسره شو او ما کتابونه او خطي نسخې په خپل ګاډې کې پخپله منتقل کړل.
هغه دې ته اشارې سره چې ځې خطي نسخې یی د موصل نه تېښته کوونکو ته حواله کړي چې له موصل نه انتقال ورکړي وویل: ما هغوي نه پېژندل خو ولی هغوي کتابونه ځان سره پټ کړل او ځنې خطي نسخې چې ۱۲ او ۱۳ پېړۍ سره مربوط وې یی انتقال کړي.
نجیب میخائیل دې بیان سره چې ځنې خطي نسخو د صدام په وخت کښې په ځمکه کښې پټولو له وجهې خرابی شوي وویل: مونږ کوښښ وکړو چې د هغې پاڼه پاڼه ټیک کړو، خو ولی ځنې کورنۍ شته چې له خپل مشرانو ورته خطي نسخې پاتې خو ولی د هغې ارزښت باندې خبر نه وو او هغه یی په تنور کښې سوځولي دي.
دې مسیحي راهب دې ته اشارې سره چې یونسکو د تاریخي کتابونو نابود کېدو نه په حفاظت کښې مرسته نه کوې وویل: د نړیواله او د غیر حکومتي سازمانونو له خطي نسخو د حفاظت نه حمایت نه کولو سره نا امید یم.
په دې وخت، د دې کتابونه او خطي نسخو د اردبیل د شرقي ښار د خطي نسخو ډیجیټل مرکز له اړخه یی لړلیک تیارېږي. او له ۸۰۰۰ نه زیاتې خطي نسخې له ۱۰۵ عراقي، ترکی، ایرانی مجموعې ډیجیټل نسخو ته بدلې شوي او همدارنګه ۱۰ زره خطي نسخې او په زرګونو چاپ شوې کتابونه هم شتون لري چې ډیجیټل شونې ته اړتیا لري.
http://iqna.ir/fa/news/3694349
captcha