IQNA

6:32 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481125

د مصر اخوان السملین پلویان دحملې مسول دی

نړیواله ډله:د مصر دکورنیو چارو وزارت د اخوان المسلمین پلوی ډلې په اسکندریه ښار کښې دترهګرې حملې چې دوه (۲)پولیس پکښې مړه او پینځه(۵) نور ژوبل شوی وو عاملې وبللې .

د مصر اخوان السملین پلویان دحملې مسول دی

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دمصر دکورنیو چارو وزارت پرون وویل پولیسو په اسکندریه ښار کښې د ترهګرې حملې د عاملانو په پټنځاې حملې شپږ (۶)کسان ووژل .
د مصر د امنیت ادارې د اطلاعاتو پراساس دغو شپږو۶) وژل شویو کسانو ماموریت درلود چې په اسکندریه ، البحیره او کفر الشیخ ولایتونو کښې د هیواد په مهمو حکومتی مرکزونو او چارواکو حملې وکړی .
د مصر چارواکی په داسې حال کښې دهیواد په شخصیتونو د حملې تور په اخوان السلمین ډلې لګوی چې دغه ډلې ددغو تورونو په ردولو سره ویلی دی دوې په تاوتریخجنو اقداماتو باور نلری .
نن په مصر کښې تر دریو(۳) ورځو پورې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږی .

http://parstoday.com/ps/news/world-i67990

نویسنده:
razavi
captcha