IQNA

ایران له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې مهم رول لری

12:02 - March 29, 2018
د خبر لمبر: 3481142
نړیواله ډله: د پاکستان د سیاسی مسائلو کارپیژاند جاوید اقبال خان پرون له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې په سیمه کښې له ترهګرۍ(Terrorism) سره په مبارزې کښې د ایران داسلامی جمهوریت رول وستایه .

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت دعراق او د سوریې په شمول په مینځنی ختیځ سیمه کښې په ترهګرو ډلو بریالیتوب کښې مهم رول ولوبوه او دغه خبره ټولو خلکو ته معلومه ده .
د پاکستان دغه سیاسی فعال دغه راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران او دامریکا د رول د تفاوت او توپیر په اړه وویل امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دوه ګوڼه کړچار لری او د باور وړ هیواد نه دی .
هغه وویل ټول هیوادونه باید له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دایران داسلامی جمهوریت ملاتړ وکړی .
امریکا له سعودی عربستان، بریتانیا، فرانسې ، جرمنی ، ترکیې ، اردن ، اسرائیلو، قطر، بحرین ، کویت ، متحده عربی اماراتو وغیره سره یوځاې په نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره پوځی ، استخباراتی او مالی مرسته کونکی ده .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i68176

captcha