IQNA

12:13 - March 29, 2018
د خبر لمبر: 3481144

عربستان دیمن دوه میلیونه ماشومان له زده کړې محرومه کړی

نړیواله ډله: د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف (UNICEF) وویل په یمن د سعودی عربستان یرغل له زده کړې د یمن د شل لکه ماشومانو د بې برخې کیدا سبب شوی دی .

عربستان دیمن دوه میلیونه ماشومان له زده کړې محرومه کړی

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، یونیسف(UNICEF) وویل په یمن د سعودی عربستان له یرغل راهسې ددغه هیواد څه دپاسه پینځه زره(۵۰۰۰) ماشومان وژل شوی یا یې د بدن غړی غوڅ شوی دی .
دملګروملتونو د ماشومانودملاتړ صندوق یونیسیف(UNICEF) په یمن کښې د څښلو د سالمو اوبو په نشتون هم اندیښه وښودله او ویې وویل دیمن څه دپاسه لس لکه ماشومان په ډول ډول ناروغیو اخته دی
په یمن کښې کابو یولس(۱۱) میلیونه ماشومان ژوند کوی چې کابوټول یې بشردوستانه مرستو ته ضرورت لری .
په یمن دسعودی عربستان دحملوپه دوام او ددغه هیواد د بیخ بنایی تاسیساتو په ورانیدا او په تیره بیا د اوبو د رسولود سیسټم په تباه کیدا سره په هیواد کښې د ساری ناروغۍ د خپریدا په حال کښې دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i68184

نویسنده:
razavi
captcha