IQNA

په هند کښې د امیرالمومنین علیه السلام کلتوری جشنوزمه

13:05 - April 10, 2018
د خبر لمبر: 3481159
نړیواله ډله: د امیرالمومنین علیه السلام کلیزه کلتوری شپږمه جشنوزمه د حضرت عباس علیه السلام حرم له اړخه د هند په کارګل ښار کښې شورو شوه.

د ایکنا راپور له مخې، د کفیل نړیواله ویبپاڼې نه په نقل، دا جشنوزمه له ۱۶ فروردین نه په الاثنی عشریه علمي حوزه کارګل ښار کښې او د امام حسین علیه السلام او عسکریین علیهما السلام حرمونو په همکاري او ګډون سره شورو شوي او تر درې ورځو به ادامه لري.
د جشنوزمه شپږمه دوره د هند کارګل ښار له دینی، علمی، حوزې او پوهنتون شخصیتونو شتون سره د حضرت عباس علیه السلام د حرم قاری لیث عبیدی تلاوت سره شورو شوه او په ادامه کښې د حضرت عباس علیه السلام د حرم غونډې مشر عقیل عیدالحسین یاسری تقریر وکړو.
د جشنوزمې پیل کوونکې غونډې غړې د شیخ مهدی محمدی تقریر، د کارګل ښار د اهل سنتو غړې شیخ سلیم عارف تقریر، د دغه ښار د صوفیانو غړې شیخ محمد باقر شاه تقریر او همدارنګه دینی شعرونه او د اهل بیت علیهم السلام منقبتونه او د حضرت عباس علیه السلام د حرم نه راغلې سید ابراهیم فاضل په امامت کښې لمونځ د دې جشنوزمه نورې برخې وي چې ترسره شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3703333
captcha