IQNA

په سوريې د امريکې او د هغې د اتحاديانو په فوځي حملې د پاکستان د علماو او خلقو احتجاج

6:31 - April 16, 2018
د خبر لمبر: 3481175
نړیواله ډله: د پاکستان يو شمېر علماو او مذهبي او ټولنيز مشرانو په راولپنډۍ ښار کښې په سوريې د امريکې، برطانيې او فرانسې فوځي حملې په خلاف احتجاجي مظاهره وکړه.
د ایکنا راپور له مخې،  د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، په دغه مظاهره کښې چې د راولپنډۍ د پرېس کلب مخې ته وشوه ګډون کونکو په سوريې د امريکې او د هغې د نورو لويديځو انډيوالانو حمله د بشري حقوقو او نړيوالو قوانينو خلاف ورزي وبلله او دغه اقدام يې سخت وغندۀ.
همدارنګ د پاکستان مسيحيانو هم په سيمه کښې د امريکې د جنايتونو په غندلو سره په سيمه کښې د دغه هېواد د تېريو او حملو د بندولو غوښتنه وکړه.
په راولپنډۍ ښار کښې په پرونۍ غونډه کښې د پاکستان د ملي يکجهتي کونسل  عمومي سېکتر ثاقب اکبر ، د راولپنډۍ علماو مولانا حافظ محمد اقبال رضوي، قاضي محمد ظهور الهي او د دغه ښار د مسيحيانو د انجمن مشر سهيل حيات ګډون وکړ.
د امريکې په خلاف د پاکستان د خلقو د مظاهرو نوې څپه چې دوه ورځې مخکې په دغه هېواد کښې شروع شوې ده هم هغه د پاکستان په نورو ښارونو کښې هم دوام لري.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i69234
captcha