IQNA

د تهران په مقابلو کښې د دری ګرجستانی حافظانو او قاریانو شتون

6:33 - April 25, 2018
د خبر لمبر: 3481187
نړیواله ډله: د ګرجستان قاریانو او حافظانو په ګرجستان کښې د ایران کلتوری سازمان په همغږي سره د اوقاف قرآن نړیواله مقابلو په ۳۵ دوره کښې ګډون وکړو.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، په ګرجستان کښې د ایران کلتوری سازمان او د ګرجستان مسلمانانو ادارې په همغږي سره د دغه هیواد درې قاریان او حافظان د قرآن نړیواله مقابلو په ۳۵ دوره کښې ګډون لپاره ایران ته په سفر دي.
د ټول قرآن کریم حفظ روسلان الچیو، د قرآن قاری رضا کاظم اف او د ګرجستان جامعة المصطفی طالبانو او استادانو غړې او د قرآن کریم قاری راحید کریم اف د مقابلو په دې دوره کښې ګډون کوي.
د قرآن کریم نړیواله مقابلو په ۳۵ دوره کښې چې له ۳۰ فروردین نه د یو کتاب، یو امت شعار سره د تهران په امام خمینی جومات کښې شورو شوې او تر شپږم اردیبهشت ادامه لري.
http://iqna.ir/fa/news/3707463
captcha